د شمال زون د والیبال جام سیاليو په لومړۍ ورځ درې لوبې وشوې
په لومړۍ لوبه کې د کام ایر بلخ لوبډلې د کندز لوبډلې ته۳/۰، د ننګرهار خراسان پوهنتون لوبډلې کفایت ګروپ لوبډلې ته ۳ /۰ ماتې ورکړه او په دریمه لوبه کې کام ایر لوبډلې بیا د کابل ښارړالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې دا لوبه هم 3 / صفر په پایلې پای ته ورسید.
دغه سيالۍ د بلخ ولايت د کام اير، کفايت ګروپ ، الفتح قول اردو ،د ننګرهار د خراسان پوهنتون،د کابل ښاروالۍ او د کندز د ټيم په ګډون په بلخ ولایت کې پیل شوې دي چې په دوو ګروپونوکې چی په دهر ګروپ کې درې ټيمونو ګډون کړی د څلور ورځو لپاره به سيالۍ وکړي.
د یادولو وړ ده چې د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ ولایت ګڼ شمېر ورزشکارانو، مینه والو او چارواکو ګډون کړی و.
