د عمر فاروق لېسې لوبډلې د بغلان ولایت پلخمري ښار د فوتسال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۲۱:۵۸
د عمر فاروق لېسې لوبډلې د بغلان ولایت پلخمري ښار د فوتسال سياليو اتلولي وګټله

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د دې ولايت د پوهنې ریاست ورزشي کمېټې له لوري د پلخمري ښار په مرکزي جمنازيوم کې د پلخمري لېسو د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سيالۍ د عمر فاروق لېسې لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

دغو سياليو، چې لس ورځې يې دوام وکړ، په پايلوبه کې يې د عمر فاروق لېسې لوبډلې د ٥-٤ ګولونو په توپیر تمدن شمال لېسې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د فوتسال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو په ګوته کول دي.

په پاى کې د دې سياليو د دايرونکو مسوولینو له لوري غوره لوبدلو او ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS