د غزني د ورزشي مسوولینو له خوا د ورزشکاران ستایل کېدل

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۵:۳۷
د غزني د ورزشي مسوولینو له خوا د ورزشکاران ستایل کېدل

د نیزه بازۍ ورزشکاران چې څو ورځې وړاندې د دغه برخې په سیالیو کې د ګډون په موخه کابل ولایت ته تللي وو، په دې وتوانېدل چې د اس ځغلونې په برخه کې لومړی مقام او د نیزه بازۍ په برخه کې دویم مقام خپل کړي وه د ورزش د مسوولینو له خوا یې ستاینلیکونه ورکړل شول.

حاجي بلال مجاهد په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ګډون کړى و او د ګټونکو ټيمونو ورزشکارانو ته يې ستاينليکونه او ورزشي لباسونه ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د غويی په ۱۶ په کابل کې د خوست، غزني، کابل او پکتيا ولايتونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS