د غزني مرکز ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې عقابان میوند لوبډلې خپلې سیالې صلح لوبډلې ته د ۷/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
