د غزني ورزشکاران د ننګرهار د پهلوانۍ له سیالیو بریالي راستانه شول

ننګرهار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالیو کې د غزني اتهه ورزشکارانو ګډون کړی و چې پنځه ورزشکارانو وکولی شول خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او لومړی مقام خپل کړي.
دا ورزشکاران غزني ته له ستنېدو وروسته د دې ولایت د ورزشي امریت او د غزني د خلکو لوري وستایل شول.
دغه راز د غونډې په پای کې د دې ولایت د ورزشي امر له لوري غزني د پهلوانۍ فدراسیون مسولين هم وستایل شول.
د مسولینو په خبره د دې لوبو موخه د ورزشکارانو هڅول او د مشهورو څېرو برسېره کول دي