د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نېزه وهنې سیالي وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سمیهییزو او دودیزو لوبو د پراختیا په موخه د ۵۰ اسسپرو ترمنځ په پنځو لوبډلو کې د دې یادې ولسوالۍ په چهاردیوال ورزشي میدان کې وشوې.
په دغو سیالیو کې د ګیرو، ده یک او اندړو ولسوالیو اس سپرو په درېیو لوبډلو کې ګډون کړی و، چې د لوبې نندارې ته يې د نېزه وهنې فدراسیون استازولۍ پر مسؤلینو سربیره، ورزشکاران او د ورزش ګڼ نندارچیان هم راغلي و، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.
د یادو سیاليو په پای کې ګېرو ولسوالۍ لومړی، ده یک دویم او اندړو ولسوالۍ درېیم مقام خپل کړ.