د غزني په جاغوري ولسوالۍ د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د همدلي جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ د برادران جعفري په شنه لوبغالي کې د جاغوري د کلیو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې یوه لوبډله د ګیلان ولسوالۍ څخه هم پکې شتون لري.
د پیل لوبه د شهدای حوتقول او اتحاد دهمرده لوبډلو ترمنځ وه چې د ۰-۲ ګولونو په توپیر د شهدای حوتقول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیده.
ددې سیالیو موخه د همغږۍ او یووالي رامنځ ته کول دي چې تر یوې میاشتې به دوام ولري.