د غزني په مرکز کې د والیبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۹:۳۸
د غزني په مرکز کې د والیبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت په مرکز کې د سپورت آمریت او والیبال فدراسیون په همغږۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې د آزادۍ، پلان سوم، خواجه علي، اتحاد قلعه نو، زرګر، امید صابري، امام سید حاجي او د روضې لوبډلې برخه لري چې یوه میاشت به د یوه بل په وړاندې ولوبیږي.

د لیګ د پیل سیالي د پلان سوم او زرګر لوبډلو ترمنځ وه چې د پلان سوم لوبډلې د ۳-۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS