د فاریاب ولایت د ۱۴۰۲ لمریز کال کلنی ورزشي راپور

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
د فاریاب ولایت د ۱۴۰۲ لمریز کال کلنی ورزشي راپور

فاریاب ولایت د هېواد په شمال لویدیځ کې پروت ولایت دی، چې اوسېدونکي یې د خپلو ورځنیو چارو له ترسره کولو سربېره ورزش ته هم ځانګړی پام کوي او په کور دننه یې په مختلفو ورزشي برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لرلي دي.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال کلنی ورزشي راپور په لاندې ډول دی.

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې ټولې (۹۱۷) ورزشي برنامې ترسره شوي دي، چې (۳۷۸) یې په مرکز او پاتې (۵۳۹) نورې یې په ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په رغنیزو چارو کې هم د پام وړ کارونه کړي دي. په دغه ولایت کې په تېر یو کال کې ۱۴ نوي ورزشي‌کلبونه او په مرکز او ولسوالیو کې د شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د فوټسال ۶ میدانونه جوړ او پرانیستل شوي دي. همداراز د یاد ولایت په المار ولسوالۍ کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت یو ورزشي جمنازیوم هم جوړ او په فعالیت یې پیل کړی دی.

د فاریاب ولایت ورزشي آمریت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ورزش د ودې او د روزونکو د لا پوهاوي لپاره په بېلابېلو ورزشي برخو کې ۱۹ ښوونیز او روزنیز سمینارونه ترسره کړي دي.

د یاد ولایت لوبغاړو د آسیايي او ولایتي سفرونو او لوبو په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري دي. دغو لوبغاړو په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو ورزشي برنامو کې ګډون کړی دی چې (۹۰) د سروزو زرو، (۱۴) د سپینو زرو او (۱۴) د برنزو مډالونه یې ګټلي دي او همداراز یو کمربند یې ترلاسه کړی دی.

په اوس وخت کې په فاریاب ولایت کې د ۳۰ فدراسیونونو نمایندګي او ۷۹ ورزشي کلپونه فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې د لسو فدراسیونونو استازولیو د بودیجې د نشتون له امله په ۱۴۰۲ کال کې هېڅ کومه ورزشي برنامه نه ده ترسره کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د هرات مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې له کابل، فراه، کاپيسا او هرات ولايتونو څخه د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۷
Background image

سرپل؛ ګوسفندي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۲
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې له ۱۴ کلنو کم عمره نویو ځوانانو فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS