د فدراسیونونو رئیسان دې شفافیت ته پام وکړي
سه شنبه، لېندۍ ۲۹، ۱۴۰۰
نعیم پرهېز
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس نوراحمد حبیبي د فدراسیونو په غونډه کې د فدراسینونو مسولینو ته د چارو د چټکتیا او همغږۍ سپارښتنې وکړې.
نوموړي د دې ولایت د فدراسیونو رئیسانو ته وویل: "پر ځان شوی باور وساتئ، خپلې ورزشي چارې او کارونه منظم کړئ، د چا تر اغېز لاندې مه راځئ او په ټولو ورزشي برخو کې په بشپړ قانوني ډول او شفافیت اجرات وکړئ".
ښاغلي حبیبي زیاته کړه، هڅه کوو چې د فدراسیونونو او کلبونو د مسولینو د ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز سمینارونه وړاندې کړو او د فدراسیونونو مسولینو ته یې د کاري پلان جوړولو سپارښتنه هم وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د اداري کارکونکو تر څنګ د ګڼو فدراسیونو رئیسانو او استازو د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هېره دې نه وي چې د غونډې په پای کې د ازادو لوبو د فدراسیون مشر استاد ګران اغا کاموال د شاګرد وحیدالله شیرزي د اتلولۍ ستیانه هم وشوه.
