د فراه ابو مسلم فوټبال لوبډلې د پرمختګ فوټبال سياليو اتلولي ترلاسه کړه

د فراه ولايت ابومسلم لوبډلې د کابل استقلال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال پرمختګ سياليو د اتلولي کپ فراه ته يووړ.
د فوټبال پرمختګ سيالۍ چې دوه اونۍ وړاندې په کابل کې پيل شوې وې پاى لوبه يې نن سه شنبه د فراه ابو مسلم او کابل استقلال لوبډلو په لوبې سره پاى ته ورسېده
په دې سيالي کې د ابومسلم لوبډلې د ٣-١ د کابل استقلال ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ کپ يې ترلاسه کړ.
د لوبې په پاى کې غوره لوبډلو ته د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د فوټبال فدراسیون فني مرستيال او نورو مسوولینو له لورې کپونه او مډالونه ووېشل شول.