د فراه په کوربتوب د وزن جګولو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ ازادې تشويقي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۸
د فراه په کوربتوب د وزن جګولو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ ازادې تشويقي سيالۍ ترسره شوې

د فراه په کوربتوب د روانې مياشتې له ۲۰ نېټې څخه تر ۲۳ پورې د وزن جګولو ازادې تشويقي سيالۍ ترسره شوې، په دې سياليو کې له کابل، نيمروز، هرات، هلمند، کندهار او فراه ولايتونو څخه ۴۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی و او يادې سيالۍ د نوموړي ولايت په جمنازيوم کې ترسره شوې.

د وزن جګولو فدراسيون د معلوماتو پر اساس، د درې ورځنيو سياليو په پايله کې په لسو وزني کټګوريو کې غوره ورزشکارانو انتخاب او په ډاليو ونازول شول .

د راپور له مخې ، د ۵۵ کيلو ګرام وزن په کټګوري کې حميد الله له فراه ولايت څخه لومړی مقام، معروف له فراه ولايت څخه دويم مقام او احسان له نيمروز ولايت څخه درېيم مقام خپل کړ. د ۶۱ کيلو ګرام وزن په کټګوري کې سبحان الله له کابل ولايت څخه اول مقام، محمد له فراه ولایت څخه دويم مقام او علي احمد له فراه ولايت څخه درېيم مقام خپل کړ.

په ۶۷ کيلو ګرام وزن کې داود تاجک له نيمروز ولايت څخه اول مقام، شفيع الله له فراه ولايت څخه دويم مقام او هدايت الله له فراه ولايت څخه درېيم مقام ترلاسه کړ.

د ۷۳ کيلو ګرام وزن په کټګوري کې مير عبدالفرهاد رسولي له کابل څخه اول مقام، نقيب الله له هرات څخه دويم مقام او احمد له نيمروز څخه درېيم مقام په خپل نوم کړ.

په ۸۱ کيلو ګرام کټګوري کې زبير نظري له کابل څخه اول مقام، اجمل له فراه ولايت څخه دويم مقام، حبيب الله له فراه ولايت څخه درېيم مقام ترلاسه کړ.

د ۸۹ کيلو ګرام وزن په کټګوري کې حکمت الله له کندهار ولايت څخه اول مقام، امير محمد له فراه څخه دويم مقام او عبدالطيف له نيمروز ولايت څخه درېيم مقام په خپل نوم کړ.

په ۹۲ کيلو ګرام وزن کې صميم عمري له کابل ولایت څخه اول مقام، ادريس له هرات ولایت څخه دويم مقام او بشير احمد له کندهار ولایت څخه درېيم مقام تر لاسه کړ. په ۱۰۲ کيلو ګرام وزن کې مصظفی له هرات ولايت څخه لومړی مقام، ميلاد له فراه ولایت څخه دويم مقام او عبدالرحمن له کندهار ولایت څخه درېيم مقام خپل کړ. په ۱۰۹ کيلو ګرام وزن کې فضل احمد له کندهار څخه اول مقام، شرف الدين له فراه څخه دويم مقام او عطا محمد له کندهار ولايت څخه درېيم مقام خپل کړ.له ۱۰۹ کيلو ګرام په لوړ وزن کې ملک شاه له هرات څخه لومړی مقام، فضل احمد له هرات څخه دويم مقام او ګل احمد له نيمروز ولایت څخه درېيم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS