د فوتسال ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام سیالیو ته تر لار موندنې وروسته هېواد ته راستنه شوه
د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې د اسيا جام مقدماتي سياليو کې د اوو امتيازونو او لومړي مقام په ترلاسه کولو سره د ٢٠٢٤ کال اسيا ملتونو جام ته تر لار موندنې وروسته د هیوادوالو او ورزش ادارې د رهبري له تود هرکلي سره بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د فوتسال لوبډلې ته د فوټبال ملي لوبډلې د ښه راغلاست ځانګړي مراسم ترتيب شوي و، چې په دې مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د فوتسال کمېټې رئیس حاجي نصير او ورزشکارانو شتون درلود.
په پيل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق خبرې وکړې او د اسيا ملتونو جام ته د فوټسال ملي لوبډلې د لار موندلو مبارکي يې ټولو هیوادوالو او ورزشکارانو ته ورکړه.
احمد الله وثيق د چين په کوربتوب په اسيايي سياليو کې د افغان ورزشکارانو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل؛ د هېواد د ورزش اداره په دې وروسیتو کې د ورزش په ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري چې دا د دوياړ ځاى دى.
ښاغلي وثيق زياته کړه؛ د فوتسال په برخه کې سترو هېوادونو ته ماتې ورکول اسانه کار نه دى خو د فوتسال ملي لوبډلې زحمتونو او همت دا هر څه ممکن کړل.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د خپل توان مطابق به د ورزشکارانو د ظرفيت لوړولو ته کار وکړي تر څو له نړيوالو ميدانونو هېواد ته وياړ راوړي.
وثيق د فوتسال ملي لوبډلې دغه لاسته راوړنه د هرات ولایت وروستيو زلزله ځپليو ته ډالۍ کړه.
ورپسې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر خبرې وکړې او د هېواد روانو حالاتو او د نړيوالي ټولني محدوديتونو ته په کتو د فوتسال دغه لاسته راوړنه يوه تاريخي او د افغانانو د همت او خواريو پايله وبلله.
ښاغلي کارګر ژمنه وکړه، چې د فوتسال ملي لوبډله به د اسيا څلور غوره لوبډلو ته رسوي.
د ٢٠٢٤ کال اسيا ملتونو جام ته د فوتسال مقدماتي سيالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شوې، چې د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې په خپل ګروپ د اوو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ او د اسيا ملتونو جام ته يې په لومړي ځل لار وموندله.
د افغانســــــــتان فوتسال ملي لوبډلې د اسيا ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې سعودي عربستان ته د ٣-٢ ماکاوو ته د ١٨-٢ ماتې ورکړه او له ماليزيا سره يې ٧-٧ لوبه مساوي کړه.
د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې د اسيا جام مقدماتي سياليو ته تر تلو وړاندې له بېلا بېلو هېوادونو سره ١٩ تمريني او دوستانه لوبې وکړې چې له دې ډلي يې ١٠ وګټلې ٧ مساوي او ٢ يي بايلودلې.
