د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې ترکمنستان ته سیالي بایلوده

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۹
د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې ترکمنستان ته سیالي بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ترکمنستان ته د ٣ - ١ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډله به د دغو سیالیو دویمه لوبه کې سبا(چهارشنبه، د غویي ٢٣مه) له ازبکستان سره سیالي وکړي.

یادې سیالۍ د تاجکستان په کوربه توب په پلازمېنه دوشنبه ښار کې نن( د مې ١٢مه) پیل شوي او د همدې میاشتې تر ١٩مې به دوام وکړي، چې افغانستان د ترکمنستان، ازبکستان، قرغيزستان او تاجکستان لوبډلو سره سیالۍ لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS