د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې له فلیپین سره لوبه مساوي کړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۲:۴
د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې له فلیپین سره لوبه مساوي کړه

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه فلیپین سره ٢ - ٢ مساوي کړه.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له خپلو څلور لوبو څخه دوه وګټلې، یوه بایلوده او یوه هم مساوي کړه، چې په دې سره یې له اووه امتیازونو سره له اندونیزیا وروسته د خپل ګروپ دویم مقام یې خپل کړ.

یادې سیالۍ د میانمار هېواد په کوربتوب په پنځو ګروپونو کې د ٣٥ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر اتمه پیل شوي او نن( د نومبر ٢٠مه) پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۲۱:۴
Background image

پکتيکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ب لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ سوپر وايدي لوبډلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۲۰:۵۹
Background image

بغلان کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ياد ولايت د فوټسال کمېټې له لوري د مرکز پلخمري ښار په ورزشي جمنازيوم کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۲۰:۵۶
Background image

کندز کې د فوټبال سيالۍ د پيکان ارچي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارچي ولسوالۍ کې له مرکز او ولسواليو څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د شاهي جام په نوم د. . .

BACK TO NEWS