د فوټبال له ۱۵کلنو کم عمره ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه
د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ فیفا له ۱۵ کلنو کم عمره نړۍوال جام او جشنوارې کې د ۶ برياو، څلورو ماتو او د ۱۸۹ هېوادونو ترمنځ د ۸۳م مقام له ترلاسه کولو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه او د مسوولينو له لوري يې تود هرکلی وشو.
د دې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د دې رياست د رهبرۍ غړو، ورزشي مسوولینو او يو شمير د فوټبال مينهوالو ګډون کړی و، چې مسوولینو لوبغاړي په نغدي ډاليو ونازول.
افغانستان فوټبال لوبډلې په يادو سياليو کې سيراليون، جيبوتي، سوډان، نيميبيا، هند، او کوربه اذربايجان لوبډلو ته ماتې ورکړې او د ترکيې، روسيې، تايلينډ او هنګري لوبډلو پر وړاندې يې ماتي وخوړي، چې په پايله کې يې د ۱۸۹ ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ ۸۳م مقام او د اسيا په کچه ۱۳م مقام خپل کړ.
د ويلو ده، چې یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۸۹ هېوادونو ترمنځ د آذربایجان هېواد په کوربتوب د د اکتوبر میاشتې له ۲۴مې تر ۳۰مې نېټې ترسره شوې.
