د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو د پچې اچوونې مراسم ترسره شول
د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو د پچې اچوونې مراسم د ملي راډیو ټلویزیو د غونډو په تالار کې ترسره شول.
په دې لیګ کې سږ کال هم لس لوبډلې شتون لري، چې دوه نوې لوبډلې " جوانان میهن، برادران خواجه زاده " د تېر کال د دوو خذف شویو لوبډلو " سرپل باستان او جوانان خرسان بغلان" پر ځای لوبیږي، همدا ډول عصر جدید غزني لوبډلې په اریا فورج خپل امتیاز پلورلی او اریا فورج لوبډله به د لیګ غړې وي.
د پچې اچوونې په پایله کې په الف ګروپ کې
" شمس اف سي, اریا فورج, زیتون کابل
اتحاد هرات , برادران خواجه زاده "
او په بې ګروپ کې: " ظاهر اسد، صداقت، جوانان میهن، سعادت نیمروز او پیروزی پنجشېر " لوبډلې راغلې، چې په ترتیب سره به د الف ګروپ لومړۍ لوبډله د بې ګروپ له لومړۍ او دویمه له دویمې ... سره اولې لوبې وکړي.
یادو مراسمو ته د فوټسال کمېټې فني معاون او د کابل د فوټبال فدراسیون رئیس فرید احمد یوسفزي خبرې وکړې، نوموړي وویل، چې سږ کال به لیګ لا په زړه پورې وي، بهرني لوبغاړي پکې ډېر شوي، همدارنګه د دې لیګ غوره لوبغاړي به د کافا کلب سیالیو ته معرفي شي. ښاغلي یوسفزي زیاته کړه، چې د ملي ټیم لوبغاړي به نړیوال جام ته د تیاري له کبله په دې لیګ کې ونه لوبیږي. همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې راتلونکی کال به د افغانستان د فوټسال غوره لیګ د اسیا په درېوو غوره لیګونو کې راولي.
غونډې ته د ملي تلویزیون د نشراتو رئیس مولوي نور محمد حنیف هم وینا وکړه، نوموړي خوښي وښودله، چې د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپروي، ژمنه یې وکړه، چې د هیواد د ورزش د پرمختګ په خاطر به خپلو نشراتي همکاریو ته ادامه ورکړي.
په دې مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس قاري یوسف احمدي، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د ورزش ادرې او ملي تلویزیون ګڼو مسولینو ګډون کړی و.
د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ به د چنګاښ میاشتې پر ۲۵ مه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ پیل شي او ۲۳ ورځې به دوام وکړي، چې ټولې لوبې به له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ او قانوني بڼه خپرې شي.
