د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې په المپیکي سیالیو کې سېنېګال ته ماته ورکړه
د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له کوربه سېنېګال څخه د ٦ - صفر ګولونو په توپیر وګټله او نیمه پایلوبې ته ووته.
افغان لوبډله به نیمه پایلوبه کې راتلونکې دوشنبه ( د نومبر ٩مه) له پرتګال سره سیالي وکړي.
د دغو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه به د مراکش او ارجنټاین لوبډلو تر منځ وي.
دغه سیالۍ د سینګال هېواد په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې به دوام وکړي.
