د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيايي سياليو درېيمه لوبه کې چين ته ماته ورکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۲۰:۵۹
د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيايي سياليو درېيمه لوبه کې چين ته ماته ورکړه

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ځوانانو ۲۰۲۵ اسيايي سياليو په خپله درېيمه لوبه کې چين ته د ۵ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډلې خپلې تېرې دوه سيالۍ هم له ازبکستان او کوربه بحرين څخه په ترتيب د ۱۰ - ۲ او ۷ - ۰ ګولونو په ستر توپير ګټلې دي.

د ځوانانو ۲۰۲۵ اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربه‌توب د اتو هېوادونو په ګډون په دوه ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي، چې افغانستان په A ګروپ کې له بحرین، ازبکستان او چین سيالۍ کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۴۰
Background image

د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د کرېکټ یو ورځنۍ نړۍ وال جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې ویسټ انډیز ته د ۱۳۸منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم له سویلي افریقا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه لومړۍ دوستانه لوبه وګټله

د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته لومړۍ دوستانه سیالۍ کې د ۵ – ۳ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبډله به له ویتنام سره خپله دویمه دوستانه لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۱۲
Background image

کونړ کې ١۵۰ ورزشکارانو ته د فکري رغونې سمینار پای ته ورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کونړ ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۱۵۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سمینار پای ته ورسېده.

. . .

BACK TO NEWS