د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي کابل ته راغلل او تود هرکلی یې وشو

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۹:۵۰
د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي کابل ته راغلل او تود هرکلی یې وشو

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې درې لوبغاړي فرزاد محمودي، امید قنبري او ناصر د آسیايي ملتونو فوټسال جام سیالیو کې له بهترینو لوبو کولو وروسته کابل ته راغلل او تود هرکلی یې وشو.

د یادو لوبغاړو د ښه راغلاست په مراسمو کې، چې د فوټبال فدراسیون اړوند د فوټسال کمېټې په ورزشي جمنازیوم کې نیول شوي و، د بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، او نورو ګڼو مسؤولانو، مېلمنو، ورزشي خبریالانو او د فوټسال مینوالو ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د آسیايي ملتونو فوټسال جام سیالیو کې ښه وځلېده او نړۍوال جام ته د پلې آف سیالیو کې یې بریاوې خپلې کړې او د ۲۰۲۴ نړۍوال جام سیالیو ته یې لار ومونده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له پنځو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۴
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS