د قرارداد د ورکړې پرېکړې خبرتیا!

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۲۴
د قرارداد د ورکړې پرېکړې خبرتیا!

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د تدارکاتو د قانون د ۴۳مې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ په پام کې لري، چې د خپلو قرطاسیو، دفتري لومړنيو وسایلو او د پرنټر د رنګونو د اخیستلو لپاره د وهاب اماني لوجیستکي خدمتونو له شرکت سره چې د (010116294) جواز نمبر لرونکی دی او د کابل ښار د کلوله پشته سیمې اړوند د ښاروالي له بلاکونو سره موقعیت لري؛ په (۹۴۸۱۸۶) نهه سوه اته څلوېښت زره یو سل او شپږ اتیا افغانیو تړون وکړي.

ټول حقیقي او حکمي کسان چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي، چې د دغه اعلان له خپرېدو وروسته تر یوې اوونۍ پورې د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې پر بنسټ خپل دلیلونه او اعتراض په لیکلې بڼه د بدني روزنې او ورزش ریاست د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا اعلان د تړون په معنی نه دی او د پورته ذکر شویو ورځو او نورو قانوني مرحلو له بشپړېدو وروسته به تړون وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS