د لامبو وهلو فدراسیون مشر د همکارۍ ژمنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۱۱:۲۹
د لامبو وهلو فدراسیون مشر د همکارۍ ژمنه وکړه

د لامبو وهلو فدراسیون مشر د همکارۍ ژمنه وکړه

د بدني روزنې او ورزش پخوانی مالي او اداري مرستیال چې د لامبو وهلو فدراسیون مشرۍ يې هم پر غاړه درلوده، د همکارۍ ژمنه وکړه.

قاسم علي حميدي چې د ا.ا.ا له واکمنۍ سره له هېواده وتلی و، المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست نویو مسؤلینو په همکارۍ بېرته هېواد ته راغلی او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.

نوموړي د المپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست رییس انجینر نظر محمد مطمئن سره په لیدنه کې د ورزشي فعالیتونو له پراخېدو مننه وکړه او د یاد فدراسیون د مشرۍ لپاره يې د بیا فعالیت ژمنه وکړه.

ښاغلي حميدي د ا.ا.ا له واکمنۍ خوښي وښوده او په خبره يې درې میاشتي ورزشي فعالیت دا وښوده چې ا.ا د ورزشکارانو پوره ملاتړی دی او هغه تبلیغات چې بهر کې کېږي ناسم دي.

تر دې وړاندې د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر او د کورش فدراسیون مشر ضیاء دشتي هم هغه کسان و، چې د ښاغلي په هڅو بېرته هېواد ته راغلل او خپل ورزشي فعالیتونه يې پیل کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریتدلهدلوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

زابل کې د ٢٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۴۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS