د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د ۱۹ کلنو د فوټبال سیالۍ د اتفاق محمد اغې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د ۱۹ کلنو د فوټبال دا سیالۍ چې د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې د اتفاق محمد اغې لوبډلې په اتلولۍ او د طوفان لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.
میلاد "همدرد" د اتفاق محمدآغې لوبډلې غړی د دې سیالیو غوره لوبغاړی، د سفید پوشان لوبډلې لوبغاړي هر یو اسدالله غوره ګول وهونکی او محب الله بیا غوره ګول ساتونکی اعلان شول.
د یادو سیالیو د اخلاقو کپ د زرغون ښار د اتحاد لوبډلې په خپل نوم کړ.
د مراسمو په پای کې د ورزشي مسوولینو له خوا ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو او لوبڅارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
