د مزار شريف د عامې روغتيا لوبډله د کود او برق بسکتبال۳×۳ سياليو اتلولي خپله کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۱۰:۲
د مزار شريف د عامې روغتيا لوبډله د کود او برق بسکتبال۳×۳ سياليو اتلولي خپله کړه

دغه سيالۍ چې دوه ورځې وړاندې د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د عامې روغتيا لوبډلې په‌ اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د عامې روغتيا او عقابان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې عامې روغتيا لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۱ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې په‌ دغو سياليو کې د سلطان محمد فاتح، عقابان شمال، د کود او برق ځوانان، پوپل سټار، قهرمانان، عامې روغتيا او خراسان شيران لوبډلو ګډون کړی و.

د‌ دغو سياليو موخه بسکتبال ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ورزش وده وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS