د موی تای مډال ګټونکي لوبغاړي د بدني زونې او ورزش رياست او المپيک د ملي کمېټې د مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي له لورې وستايل شول.

د موی تای مډال ګټونکي لوبغاړي د بدني زونې او ورزش رياست او المپيک د ملي کمېټې د مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي له لورې وستايل شول. د ځوانانو د موی تای نړيوالو لوبو کې افغان لوبغاړو درې مډالونه يو د سروزرو، يو د سپينو زرو او يو د برونزو مډال خپل کړی. د ځوانانو نړيوالې سيالۍ د ۷۵ هېوادونو ترمنځ د ترکيې په انتاليا کې د سېتمبر په ۲۸ پېل شوې وې او د اکتوبر په ۶ پای ته ورسېدې. له افغانستانه په دې لوبو کې دوه لوبغاړي، يو روزونکی او يو لوبڅار برخه اخېستې وه. د يادولو ده چې امين الله کريمي په ۵۴ کېلو وزن کې د موی تاله په برخه کې د سروزرو او د مبارزې په برخه کې یې د برونزو مډال وګټه، بل لوبغاړي فرهاد حسيني د ۵۷ کيلو وزن د موی تاله په برخه کې د سپينو زرو مډال وګټه.