د میدان وردګ ولایت د سپورت امریت له لوري د هرات او بادغیس زلزله ځپلو ته د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۹:۳۲
د میدان وردګ ولایت د سپورت امریت له لوري د هرات او بادغیس زلزله ځپلو ته د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او ورزش کارانو له لوري د هرات او بادغيس ولايتونو له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې راټولولو کمپاین، د قرآن کریم ختم او ورزشي نمایشات ترسره شول.

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د دغه ولایت له ټولو خلکو او په خاص ډول له بډایه خلکو څخه وغوښتل تر څو د اعانې صندوق له لارې د هرات له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

ښاغلي مجاهد د ورزشکارانو احساس وستایه او د دوی د هڅونې په موخه یې ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

د بدني روزنې او سپورت آمریت آمر ښاغلي ذبیح الله وهاج وویل: "د دغه سپورټي نمایشونو د ننداره چيانو له ټکټ څخه راټولې پیسې په میدان وردګ ولایت کې د زلزله ځپلو خلکو سره د اعانې صندوق ته ورکړي تر څو د هرات او بادغيس ولايتونو زیانمنو شویو خلکو ته ورسيږي."

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی په میدان وردګ کې د بدني روزنې او سپورت آمریت او ورزش کاران له زلزله ځپلو سره د مرستې او همدردۍ په موخه سپورتي نمایشونه نندارې کيږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فډراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په دولتزيو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "ولس او حکومت يو دی" په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بړو انصاف. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

نورستان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ننګراج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې. . .

BACK TO NEWS