د ننګرهار الفتح واليبال سياليو په دوام پنځه سيالۍ تر سره شوې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۵۵
د ننګرهار الفتح واليبال سياليو په دوام پنځه سيالۍ تر سره شوې

په ننکرهار ولايت کې د الفتح په نوم د‌واليبال سياليو په‌ دوام، چې د ۹ ولايتونو لوبډلو پکې ګډون کړی دی پنځه لوبې ترسره شوې.

لومړۍ سیالي د سپین غر او ننګرهار ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د ننګرهار ښاروالۍ لوبډلې د ۲-۱ میدانونو په ګټلو سره بريا خپله کړه، ورپسې د کوټ او دره نور لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه چې په پايله کې دره نور والیبال لوبډلې ۲-۰ په توپير وګټله.

دریمه سیالي د چپرهار منتخبې او ګردي غوث والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د چپرهار منتخبې والیبال لوبډلې ۲-۰ په توپير سره خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

څلورمه سیالي د اتحاد ب او بټي کوټ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، اتحاد ب والیبال لوبډله وتوانېده چې خپلې سيالې لوبډلې ته ۲-۰ په‌ توپير سره ماتې ورکړي او بريا پر خپل نوم کړي او د‌ نن ورځې ورستۍ سیالي د دره نور او ننګرهار ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پايله کې دره نور والیبال لوبډلې ۲-۰ په‌ توپير سره بريا خپله کړه.

په دغو سياليو کې د ۹ ولايتونو څخه ۲۸ويشتو لوبډلو ګډون کړی چې څو اونۍ به وخت ونيسي، یادې سیالۍ د الفتح په نوم د ورزشکارانو د یووالي او ولایاتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په موخه په سراج العمارت بڼ کې پيل شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS