د ننګرهار الفتح واليبال سياليو په دوام پنځه سيالۍ تر سره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۹:۳
د ننګرهار الفتح واليبال سياليو په دوام پنځه سيالۍ تر سره شوې

په ننکرهار ولايت کې د الفتح په نوم د‌واليبال سياليو په‌ دوام، چې د ۹ ولايتونو لوبډلو پکې ګډون کړی پنځه سيالۍ ترسره شوې.

لومړۍ سیالي د کاپیسا ولایت او روداتو ولسوالۍ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه کاپیسا ولایت ۲-۱ میدانو په ګټلو سر بریا خپله کړه.

دویمه سیالي د لغمان ولایت او کونړ نرانګ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کونړ نرانګ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲-۱ په توپير ماتې ورکړه.

دریمه سیالي د کابل احمدشاه بابا مېنې او لغمان حاجي پردېس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لغمان حاجي پردیس لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۲-۰ په توپير ماتې ورکړه.

څلورمه سیالي د کابل شریفي او کونړ څوکۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د کابل شریفي لوبډلې په ګټه د ۲-۰ په توپير پای ته ورسېده.

د نن ورځې وروستۍ او پنځمه سیالي د لوګر اتلانو او لغمان احمدشاه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پايله کې د لوګر اتلانو لوبډله وتوانېده تر څو خپلې سيالې لوبډلې ته ۲-۰ په توپير ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.

هېره‌ دې نه‌ وي چې يادې سيالۍ په ننګرهار ولايت کې د بدني روزنې او ورزش رياست د واليبال فدراسيون په همغږۍ او د ملي امنیت اداري معاون قاري یاسر په مالي لګښت د ۹ ولايتونو څخه د ۲۸ لوبډلو په ګډون سره په سراج العمارت بڼ کې پيل شوې، چې موخه يې د ورزشکارانو تر منځ یووالی او ولایاتونو ترمنځ لا ښه همغږي ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۴۰
Background image

زابل؛ شینکي ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۳۵ تنو خپلو سیالانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

کاپیسا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د قلاه نو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د اسيا اوولس کلنو اتلانو د ملاتړ په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې څو. . .

BACK TO NEWS