د ننګرهار او لغمان د معلولو ورزشکارانو ترمنځ د باسکټبال دوستانه سیالي ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۵:۱۰
د ننګرهار او لغمان د معلولو ورزشکارانو ترمنځ د باسکټبال دوستانه سیالي ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ننګرهار او لغمان ولایتونو د معلولو ورزشکارنو ترمنځ د باسکېټبال یو ورځنۍ دوستانه سیالي ترسره شوه.

دغه سیالي په ټایلنډ هیواد کې د اسیا په کچه د افغانستان د معلولو ورزشکارانو د دویم مقام ګټلو په ویاړ ترسره شوه، چې په پایله کې د ننګرهار معلولو ورزشکارانو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳۹-۱۵ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې وګټله.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري هغو درېوو تنو معلولو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول، چې د ټایلنډ هیواد په کوربتوب یې په اسیایي سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب له دغه ولایت څخه ګډون کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۸:۵۳
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

بامیانو کې د والیبال سیالۍ د یکاولنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یکاولنګ لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۸:۴۶
Background image

رسنیز بلنلیک!

!رسنیز بلنلیک

BACK TO NEWS