د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په ښېوه ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په ښېوه ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې. د دغو سياليو پايلوبه د کشمنډ سټار او کشمنډ قهرمانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه کشمنډ سټار لوبډلې وکړه
او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۲۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې کشمنډ قهرمانانو لوبډلې د ياد هدف په تعقيب ۷۰ منډې وکړې او په شپږو ویکټو يې ماتې وخوړه.