د ننګرهار ولایت په جلال باد ورزشي سټډیوم کې د ویلچر باسکټبال نوی میدان جوړ شو

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۲۲:۴۶
د ننګرهار ولایت په جلال باد ورزشي سټډیوم کې د ویلچر باسکټبال نوی میدان جوړ شو

د ننګرهار ولایت جلال اباد ورزشي سټډیوم کې تېره ورځ ( جمعه د سلواغې پینځمه) د ویلچر باسکټبال نوی میدان پرانیسټل شو، دغه میدان د المپیک، تربیت بدني او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ او د نووا خیریه موسسې او سره صلیب په مالي مرسته جوړ شو.

د ویلچر باسکټبال نوی میدان د یو میلیون او ۲۹۷ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی. چې د ننګرهار ولایت پارا المپیک کمیټې په رهبرۍ به لوبې پکې ترسره کېږي.

د یاد میدان په پرانیست غونډه کې د ورزش ادارې مسولینو او د نووا خیریه موسسې رییس البرټو کایرو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۵۳
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۳۰ زرو ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر نسيم شاه سخي زاده له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو کې د ۳۰ زرو ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو.

ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

BACK TO NEWS