د ننګرهار په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د ولايتونو په سطحه د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکاري، د والیبال فدراسیون له لوري، په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د اقصی جام په نوم د ولايتونو په سطحه د واليبال سيالۍ پيل شوې.
په يادو سياليو کې پر ننګرهار سربېره د لغمان، کونړ، لوګر او کاپيسا ولايتونو لوبډلې هم ګډون لري.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د چپرهار او پردېس لوبډلو تر منځ وشوه، چې چپرهار د ۲ - ۰ ميدانونو په ګټلو سره سيالې لوبډلې ته ماته ورکړه.
دغه سيالۍ به د ۱۶ لوبډلو په ګډون يوه اوونۍ دوام وکړي.