د هرات د ورزشکارانو اتلولۍ موی تای نړیوالو سیالیو کې

دوشنبه 6 د مرغومی 1400
هرات
د هرات د مویتای ورزشکارانو په نړيوالو سياليو کې درې د سرو زرو، په ولايتي کچه درې د سرو زرو او شپږ د سپينو زرو مډالونه او د نيمروز ولايت په کوربه توب په نړيوالو سياليو کې درې افتخاري مډالونه وګټل.
د هرات ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست عمومي مدیر مسعود عمر سعيدي نن له دغو ورزشکارانو سره وکتل او د هغوى له هلوځلو او وياړونو يې مننه وکړه او د دغو ورزشکارانو لاسته راوړنې يې د هرات او افغانستان لپاره مهمې او ارزښتمنې وبللې.
دغه سيالۍ چې په نيمروز ولايت کې ترسره شوې، پاکستان او ايران هم په کې برخه اخيستې وه، چې د هرات ولايت ١٧ کسيزې لوبډلې ١٥ مډالونه وګټل.