د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزشي کړنو د ۱۴۰۳ کاري کال لنډ راپور

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۵
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزشي کړنو د ۱۴۰۳ کاري کال لنډ راپور

هلمند د افغانستان له سویلي ولایتونو څخه دی، د دغه ولایت خلک له غېږ نیونې او پهلوانۍ سره ډېره مینه لري او تل يې په مرکز او کلیو کې سیالۍ ترسره کېږي؛ د دې لوبو تر څنګ په یاد ولایت کې نورې دودیزې او المپیکي لوبې هم تر سره کېږي.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د نورو ولایتونو د ورزشي ریاستونو او امریتونو په څېر، ښې لاسته راوړنې لري، چې سږ کال یې تر دې دمه په مرکز او ولسوالیو کې ۲۷۷ لویې او وړې المپیکي او غیر المپیکي ورزشي برنامې جوړې کړې دي، له یادو سیالیو څخه ۹۰ په مرکز او ۱۸۷ په ولسوالیو کې وې.

په یاد ولایت کې د ورزش امریت له لوري د ورزشي برنامو له جملې څخه په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۴۸ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، همدا ډول په همدې ښار کې د بادغیس ولایت په ګډون د ۸۰ غېږنیونکو تر منځ د غېږنیونې سیالۍ، د همدې ولایت په کوربتوب د جنوب غرب په سطحه د فوټبال سیالۍ او پر دغو سیالیو سربېره د والیبال او پهلوانۍ لويې ورزشي برنامې هم د یاد ولایت ورزشي امریت جوړې کړې دي، چې ډېر شمېر خلکو ته د تفریح او سرګرمۍ سبب شوې دي.

له دغه ولایت څخه ۱۵ ورزشکارانو د جمناستیک، ووشو، بوکس او موی تای په ملي ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کړی، چې ۸ ورزشکاران یې ملي لوبډلو ته ټاکل شوي دي.

په هلمند کې ۱۸ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري او ترڅنګ یې د مختلفو ورزشي څانګو ۴۶ کلبونه هم فعال دي، چې وخت ناوخت پکې ۲۴۱۱۶ ورزشکاران پر تمریناتو بوخت دي، په ښونیزه برخه کې په دغه ولایت کې د فوټبال، پارکور، خوسي، موی تای او کونګ فو په برخو کې ۵ سیمنارونه دایر شوي دي او ۱۳۰ کسانو پکې ورزشي او اصلاحي زده کړې ترلاسه کړې دي.

همدارنګه د بیا رغوونې په برخه کې د یاد ولایت ورزش ادارې له خوا د ۹۰۰۰۰۰ نهه سوه زره افغانیو په لګښت د فوټبال او والیبال میدانونه جوړ شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۷
Background image

زابل کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د زابل منتخبې لوبډلې ته د غوره غیږ نيونکو ټاکلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د کونړ ولايت په کچه د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نوآباد سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د واليبال سيالۍ، چې ۱۵ ورځې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

کندز پيروزي لوبډلې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په. . .

BACK TO NEWS