د هلمند ولایت د شپږو ولسوالیو په کچه د فوټبال ګروپي سیالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د دغه ولایت د (ناوې، موسی قلعه، مارجه، نادعلي،ګرمسیر او ګرشک) ولسوالیو د فوټبال لوبډلو ترمنځ ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ګرمسیر او نادعلي ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ۱/۱ په مقابل مساوي پای ته ورسېده او راتلونکې لوبه به د ناوې او ګرشک ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
باید یاونه وشي، چې د دغو سیالیو موخه او هدف د ولسوالیو د لوبغاړو ترمنځ اتحاد، اتفاق او همدارنګه د تجربو شریکول دي.
هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوي او لس ورځې به دوام وکړي.
