د هلمند ولایت ورزشی مسوولینو د یوه ورزشي کمپلکس څخه لیدنه وکړه

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۱۰:۱۰
د هلمند ولایت ورزشی مسوولینو د یوه ورزشي کمپلکس څخه لیدنه وکړه

د هلمند د ورزش مسؤلینو د غازی محمد ایوب خان د ورزشي کمپلکس څخه نظارت او لیدنه وکړه.

دا ورزشي کمپلکس په لښګرګاه ښار کی په مجهز ډول جوړ شوی دی چی یولس ورزشي کلبونه، تشنابونه، جومات او میلمستون لري.

د هلمند د ورزش مسؤلینو د یاد کمپلکس د استادانو او ورزشکارانو سره په لیدنه کې د ورزش د نظم، ډیسپلین، نظافت او ورزشي اخلاقو په اړه لازمي لارښوونې ورزشکارانو ته وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS