د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د « Games of Future» سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۲۲
د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د « Games of Future» سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق تاتارستان هيواد ته د خپل رسمي سفر په جريان کې پرون چهارشنبه د تاتارستان- کازان په کوربتوب د Games of Future (د راتلونکي نسل ورزشونو) سياليو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د يادو مراسمو په څنډو کې يې د روسيې او تاتارستان هيوادونو د سپورټ له وزيرانو سره هم وکتل.

د نوموړيو سياليو په پرانيسته کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و. يادې سيالۍ د فبروري پر ۲۱ پيل او د مارچ تر درېيمې پورې به دوام وکړي. په دې سياليو کې د ‍۱۰۷ هيوادونو نږدې دوه زره ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ۲۱ سبکونو کې به سيالۍ ترسره کړي. د (( راتلونکي نسل ورزشونو)) سيالۍ د ورزشي سياليو یوه نوې لړۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره د کازان په کوربتوب په رسمي بڼه پيليږي. د يادو ورزشونو په ترکيب کې الکټرونکي + کلاسيک ورزشونه شامل دي.

پوتين د يادو سياليو نوښتګر او بنسټ اېښودونکی کازان ياد کړ او هم يې د خپلو خبرو په جريان کې وويل، چې ورزش د دې لپاره دی، چې د هيوادونو او ملتونو تر منځ يووالی رامنځته کړي او بايد سياسي نه شي.

د يادو مراسمو په څنډو کې د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د روسيې د ورزش له وزير اولګ ماتيسين او د تاتارستان هيواد د ورزش له وزير ولاديمير ليونوف سره وکتل. په دې ليدنه کې په ورزشي همکاريو او پرمختګونو خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

هلمند کې د څلور نيم لکه افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د هلمندي ځوان محمد علي فروتن په مالي لگښت د څلور لکه پنځوس زره (۴٫۵۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب رسماً پرانيستل شو.

د ښاغلي فروتن په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننگرهار؛ خوږيانو ولسوالۍ کې گډ ورزشي نمايشات ترسره شول

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په بربهار لېسه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بېلابېلو ورزشي ريشتو نمايشات ترسره شول.

دا نمايشات په جمناسټیک، پهلواني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په مرکزي سټډيوم کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS