د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ تمریناتي غونډه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۰:۴۲
د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ تمریناتي غونډه ترسره شوه

د ریاض په یوه کمپ کې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ تمریناتي غونډه ترسره شوه.

په دغه روزنیز کمپ کې د عبدالله المطیري له لوري له رابلل شويو لوبغاړو سره تمرینات ترسره شول، ترڅو د تمرين د ځای له اقلیم او هوا سره لوبغاړي بلد شي او هغه لوبغاړي چې د اروپا په فوټبال کې لوبيږي له داخلي لوبغاړو سره د ګډې لوبې شناخت او نږدېوالی پيدا کړي.

دغه تمريناتي غونډه نن پنجشنبه د غبرګولي مياشتې له ۱۱مې نېټې څخه پیل او د تمرين د مهالوېش له مخې ملي لوبغاړو نن سهار په جېم کې فزيکي تمرين ترسره کړ، همداراز به نن ماښام دویمه تمریناتي ناسته هم ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې مخکې له دې چې قرغيزستان ته سفر وکړي او د منځنۍ اسيا/کافا په سياليو کې ګډون وکړي؛ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې يې د یوې اوونۍ لپاره روزنیز کمپ پیل کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS