د هېواد تر شل کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې عمان هېواد ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر شل کلونو کم عمره د فوټبال ملي لوبډلې د آسیا شل کلنو فوټبال جام په مقدماتي سیالیو کې د ۱-۰ په توپیر عمان هېواد ته ماتې وکړه.
د لوبې یوازینی ګول امید رجبي د افغانستان په ګټه وواهه.
تر دې مخکې ملي لوبډلې د ۰-۳ په توپیر خپله لوبه ټایلنډ هېواد ته بایللې وه او تمعه ده، چې درېیمه لوبه به سبا یکشنبه له فلیپین سره ترسره کړي.