د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس په کندز کې د بېلابېلو ورزشي رشتو له مسوولینو او ورزشکارانو سره وکتل

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۳:۴۸
د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس په کندز کې د بېلابېلو ورزشي رشتو له مسوولینو او ورزشکارانو سره وکتل

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظر محمد مطمئن نن سهار د کندز ولايت د بېلابېلو فدراسيونونو له مسوولینو او ورزشکارانو سره وکتل. 

په دې ليدنه کې لومړى د کندز بدني روزنې او ورزش رئیس دې ولايت ته د ورزش ادارې رهبرې له ورتګ څخه هرکلى وکړ او له ورزشکارانو سره يې د ورزش ادارې د هر اړخيز ملاتړ غوښتنه يې وکړه. 

وروسته ورزشکارانو او د ورزشي فدراسيونونو مسوولینو جلا جلا خپلې اړتياوي او ستونزې وړاندې کړې. 

همداراز ورزشکارانو او مسوولینو د رزمي ورزشونو لپاره د مجهز معياري ورزشي جمنازيوم او د ورزشي رينګ جوړولو غوښتنه هم وکړه. 

ورپسې ښاغلي مطمئن د ورزش مسوولینو او ورزشکارانو ته وویل؛ د ورزش مرکزي اداره د مرکز او په ځانګړي ډول د ولايتونو ورزشکارانو ته د ښې ورزشي زمينې برابرولو او د ورزشي ځايونو رغولو ته ژمنه ده. 
نوموړي زياته کړه؛ د پلان او پاليسي رياست او اړوندې برخې په داسې يوې طرحې کارکوي تر څو د ورزشي ځايونو رغولو په برخه کې د خصوصي سکتور همکاري را جلب کړي، همداراز د ورزش اداره او ملي تدارکات ورزشکارانو ته د جمنازيمونو رغولو طرحې باندې په ګډه کار کوي. 

د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولايتونو ته د څو ورځني سفر په ترڅ کې د ورزش وضعیت ارزونې ترڅنګ د وزلوبي سياليو کې هم ګډون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS