د هېواد د تکواندو د مډال ګټونکو ورزشکارانو ستاينه

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۰ - ۱۲:۴۷
تقدیر از مدال آوران تکواندو

د هېواد د تکواندو د مډال ګټونکو ورزشکارانو ستاينه

په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د المپیک په ملي کمیټه کې جوړو شوی وو د بدني روزنې او ورزش او د المپیک ملي کمیټې مشرتابه هئت له هغو ورزشکارانو ته چې د G1 پاکستان په لوبو کې یې مډالونه ګټلي وو ستاینه وکړه.

په دې مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمیټې سرپرست رئیس محمد مطمئن د تکواندو له لوبډلې مننه وکړه او دوی ته یې د دغه ستر ویاړ مبارکي وویله او د تکواندو فدراسیون مشرتابه څخه یې مننه وکړه چې د دغو سیالیو لګښت یې په خپل شخصی لګښت ورکړي. هغه زیاته کړه چې دا د ویاړ خبره ده چې د ۱۷ هیوادونو په منځ کې افغانستان‌ څلورم مقام خپل کړ.

ښاغلي مطمئن وويل، د ټولو فدراسيونونو لکه تکواندو، فوټبال چې وياړونه يې ترلاسه کړي بشپړ ملاتړ به يې وکړو او هغه فدراسيونونه چې ستونزې لري هڅه به شي چې ستونزې يې هوارې کړو.

هغه زیاته کړه سره له دې چې زموږ هېواد له څلوېښتو کلونو راهیسې په جګړو کې ښکېل دی لا هم د ورزش په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او ژمنه یې وکړه چې هر څه د بدني روزنې او ورزش ریاست په لاس کې دي د لوبغاړو د ستونزو د حل په لاره کې يي ډډه ونکړي.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې غلام مرتضی صالح د خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال وګټه.

په دې پړاو سيالیو کې محمد اشرف شکران، رامش حسیني او حکمت الله زین هر یو د سپینو زرو , جواد ځاځي، عاطف الله یعقوبي او شهرام خاکسار د برونزو مډالونه د افغانستان په نوم کړل.

د يادونې وړ ده، چې G1 سيالۍ د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې ترسره شوې، چې د ١٧ هېوادونو ٣٦ لوبډلو او ٤٢٢ لوبغاړو په کې برخه اخيستې وه چې افغانستان د ٧ مډالونو په ګټلو سره څلورم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS