د هېواد د فوټبال برخې روزونکو ته د مدرسۍ او د روزنې سندونه ورکړل شول

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۸:۴۸
د هېواد د فوټبال برخې روزونکو ته د مدرسۍ او د روزنې سندونه ورکړل شول

د اسيا فوټبال فدراسيون (AFC ) له لوري هغه روزونکو ته، چې سږ کال يې ښوونيزو کورسونو کې برخه اخيستې وه او په وروستیو پایلو او امتحانونو کې له کاميابېدو وروسته د اسيا فوټبال لایسنس A درجې د مدرسۍ او د A.B.C درجې د روزنې نړيوالو سندونو د ورکړې مراسم ترسره شول.

دغه ښوونيز کورسونه د هېواد د مدرسینو او استادانو محمد يوسف کارګر او د طاهر روفي له لوري په ۲۰۲۵ ميلادي کال کې تدريس شول، چې د اسيا فوټبال لایسنس A درجې کورس څلور مياشتې، لایسنس B درجې کورس دوې مياشتې او لایسنس C درجې کورس بيا دوې اوونۍ دوام وکړ.

په ياده دوره کې ۶۰ تنو روزونکو په خپلو امتحانونو کې له کاميابېدو او د اسيا فوټبال فدراسيون له تاييد وروسته د روزنې لایسنس A.B.C درجې سندونه ترلاسه کړل او همدارنګه محمد يوسف کارګر او طاهر روفي ته، يادو روزونکو ته د تدریس د ورکړې سندونه ورکړل شول.

د سندونو د ورکړې په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر او روزونکو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د لایسنس A.B.C درجې د روزنې کورسونه، چې تېر کال ترسره شول د هېواد د ورزش لپاره ارزښتمن وبلل او همدارنګه د فوټبال او په نورو ورزشي څانګو کې دې ته ورته ښوونيز کورسونه د ورزش مهمه سرچينه ياده کړه او ياد کورسونه د مډالونو، لاسته راوړنو او اتلوليو نتيجه ياده کړه.

د مراسمو په پای کې د ورزش مسؤلینو د دغه ډول ښوونيز برنامو په دوام او د روزونکو د وړتيا په لوړولو تاکید وکړ او دغه کورسونه يې په راتلونکي کې د فوټبال لپاره ګټور ياد کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

سرپل؛ مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS