د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په کافا سیالیو کې قزغیزستان ته ماتې ورکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۹:۲۵
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په کافا سیالیو کې قزغیزستان ته ماتې ورکړه

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د کافا سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن قرغیزستان هیواد ته د ۵-۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د کافا سیالۍ د تاجکستان د پلازمینې دوشنې ښار په کوربتوب پیل شوې، چې ملي لوبډلې په خپله لومړۍ سیالي کې درې ارزښتمن امتیازونه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي لوبډله خپله دویمه سیالي سبا د ازبکستان په وړاندې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د نن ورځې په لوبه کې مهران غلامي د افغانستان لپاره د بریا د ګول په وهلو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بلال احمد لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننگرهار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونړ ولايت زلزله ځپلو سره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۱۱
Background image

BACK TO NEWS