د هېواد د ورزش ادارې له لوري ورزشکار او سيلاني عبدالله ميازاده وستايل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۸:۵۸
د هېواد د ورزش ادارې له لوري ورزشکار او سيلاني عبدالله ميازاده وستايل شو

د افغانستان د ورزش ادارې د رهبري له لوري د موټرسايکل ځغلونې ورزشکار او سيلاني عبدالله ميازاده وستايل شو.

په همدې موخه جوړ شويو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، رئیسانو، مشاورينو او ورزشکارانو شتون درلود.

د مراسمو په پيل کې عبدالله ميازاده خبرې وکړې نوموړي د ورزش ادارې له لوري د نوموړي له ستايل کېدو څخه مننه وکړه.

ښاغلي ميازاده افغانستان ته په موټر سایکل د خپل سفر موخه نړۍ ته د افغانستان د سوله ييز، ازاد او با امنه هېواد ښودل او د سولې پېغام رسول ياد کړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه؛ د نړۍ زياتو هېوادونو ته یې په موټر سایکل سفرونه کړي؛ خو دا يې هيله وه، چې افغانستان ته سفر وکړي.

ميازاده د لارې په اوږدو کې د خپل سفر خاطرې هم بيان کړلې.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه نوموړي وويل؛ ميازاده نه ستړي کېدونکى سفر کړى او د هېواد روان وضعیت او امنیت يې تجربه کړ په خبره يې؛ د ټولو هغو ورزشکارانو هرکلى کوي چې له هېواده بهر ژوند کوي.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې زياته کړه؛ ټول هغه ورزشکاران او روزونکي چې غواړي بېرته هېواد ته راستانه شي دوى يې هرکلى کوي او ښه راغلاست ورته وايي او هر خدمت او ملاتړ ته يې چمتو دي.

نوموړي زياته کړه؛ د ورزش اداره دا هوډ لري چې ټول هغه ورزشکاران بېرته راجلب کړي چې له هېواده بهر ژوند کوي او د هغوى له تجربو څخه به د ورزش په ډګر کې استفاده وکړي.

حقاني ورزشکاران د هېواد سفيران وبلل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان مثبت تصوير وړاندې کړي.

عبدالله ميازاده نهه ورځې وړاندې د المان له مونشن ښار څخه په خپل ورزشي موټر سایکل افغانستان ته سفر پيل کړ، چې له ٨زره کيلومتره واټن او څو هېوادونو څخه له تېرېدو وروسته هېواد ته راورسېد، چې د ورزش ادارې د رهبري له لوري يې تود هرکلى وشو.

د مراسمو په پاى کې د ورزش ادارې د رهبري له لوري چمتو شوې تقدیر نامه هم ورکړل شوه.

همداراز په دغو مراسمو کې د پارکور ورزشکارانو او موټر سایکل ځغلونې ورزشکارانو له لوري جالب نمايشونه هم ترسره کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال منتخبې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۰
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه، دچنګاښ ١٠مه، ۱۴۰۴

 

BACK TO NEWS