د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۲۰
د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۱۷ کلنو کم‌عمره ځوانانو مرکزي اسیا جام اتلولیو سیالیو (کافا) کې د ګډون په موخه نن ( چهارشنبه، د غویي ۳۱مه ) د ازبکستان، تاشکند ښار ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر او د دې فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ګډون درلود، چې ښاغلي کارګر، لوبغاړو ته په دغه سیالیو کې د بریالیتوب دعا وکړه او هیله یې وښوده، چې د لوبډلې دغه سفر به له لاسته راوړنو ډک وي.

د دې لوبغاړو ترڅنګ به په یادو سیالیو کې د افغانستان دوه نړیوال لوبڅاران محمد اشرف حسین‌زاده او جلیل احمد جامي هم د افغانستان په استازولۍ ګډون وکړي.

د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالۍ به د افغانستان په ګډون د ۶ هېوادونو ترمنځ د روان میلادي کال د مې میاشتې پر ۲۴مه نېټه د ازبکستان په تاشکند ښار کې پیل شي، چې د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۲۴ م کال کې د دې سیالیو اتلولي ګټلې او یو ځل بیا په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه روانه شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خانجان خېلو اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۱
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۹
Background image

کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د یادو سیالیو په پایله کې ۳۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS