د هېواد ورزشکارانو د اسیا د تکواندو په پنځم پړاو ازادو سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

د هېواد ورزشکارانو د آسیا د تکواندو په پنځم پړاو سیالیو کې چې د پاکستان هېواد په کوربه توب ترسره شوې، دوه د سرو زرو مډالون وګټل.
په دې سیالیو کې محسن رضايي او علي اکبري په زړه پورې لوبه وکړه او خپلو پاکستاني او عربستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره یې د سرو زرو مډالونه وګټل. همدا رنګه حکمت الله زین او امید سهاک تر دې وړاندې خپلو پاکستاني او قزاقستاني سیالانو ته مات ورکړې وه او د سپینو زرو مډالونه یې ګټلي وو.
دغه سیالۍ د نومبر له پنخمې تر شپږمې نیټې پورې د پاکستان هېواد په کوربه توب ترسره شوې چې له ۲۳ هېوادونو ۳۱۵ تنو ورزشکارانو او د تکواندو نړیوال کمیسیون د کډوالو یوې لوبډلې پکې کډون کړ و.
د یادونې وړ ده، چې په دې سیالیو کې له افغانستان څخه ۱۹ تنه ورزشکارانو برخه اخیستې وه.