د هېواد ۵۰ غرختونکو ته د غرختنې انلاین زده کړییز سیمینار پيل شو

د افغانستان د غرختنې ملي فدراسیون او د ایران غرختنې ملي فدراسیون د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړې پر اساس د هېواد ۵۰ غرختونکو ته د غرختنې انلاین زده کړییز سیمینار پيل شو.
دغه زده کړییز سیمینار به درې میاشتې دوام وکړي، چې ایراني استاذانو له لوري به افغان ۵۰ غرختونکو ته هره اوونۍ دوې غونډې ترسره کېږي، چې پکې به د کوه پيمایۍ بنسټونو، نقشه لوستلو، هوا پېژندنې، GPS کارول، په غرونو کې د ژغورنې او لټون طرېقې، د غرونو طب، د واورې ښویېدنې او د سنګ نوردي په موضوعاتو خبرې وشي.
د یادونې وړ ده، چې د انلاین سیمینار وروسته به د افغانستان په یوه غرني ولایت کې د یاد پړاو عملي تمریني کمپ هم ترسره شي.