د واليبال ملي فدراسيون د روزنې د لمری درجې يا لېول ون کورس په پېلولو هوډ لري .

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۳:۳۱
سیمینار والیبال

د واليبال ملي فدراسيون د روزنې د لمری درجې يا لېول ون کورس په پېلولو هوډ لري چې د واليبال د روزونکو وړتياوې لوړې کړي. 
دا کورس نن سه شنبه سهار اته بجې د پينځه دېرشو ښځينه و او نارينه و روزونکو او لوبڅارانو لپاره په کابل کې پېل شو او تمه ده پنځه ورځې دوام وکړي. ياد کورس د نړيوال واليبال فدراسيون په همکارۍ پېل شو او د ملي فدراسيون د مرستيال او د نړيوال روزونکي يوسف صادقي او د لوبڅارانو کمېټې د مسؤل فهيم صميم لخوا روزنه ورکول کېږي. 
د کورس په پرانېستغونډه کې د بدني روزنې او ورزش رياست ترڅنګ د واليبال ملي فدراسيون لوړپوړي پلاوي ګډون درلود. په پېل کې د واليبال ملي فدراسيون مسلکي او فني مرستيال صوفي عبدالحميد د ملي فدراسيون د فعاليتونو په اړه مالومات ورکړل او ورسته د بدني روزنې او ورزش رياست دوو مرستيالانو خبرې وکړې. 
د بدني روزنې او ورزش رياست فني او مسلکي مرستيال حميد الله کبير او مالي او اداري مرستیال قاسم حميدي د دا ډول کورسونو په اهميت خبرې وکړې او دا يې د واليبالرانو د وړتياو د لوړاوي لپاره مهم وګاڼه او د بدني روزنې او ورزش رياست لخوا يې د هر اړخيزې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ. د کورس يوې ګډونوالې فرشتې استوار دا کورس اغېزناک وباله او د ښځينه لوبو په جوړولو يې ټينګار وکړ. روزنکي يوسف صادق له ګډنوالو وغوښتل چې له زده کړو مالوماتو څخه دې د لوبو پرمهال ګټه واخلي او هم دې په ولايتونو کې نورو واليبالرانو ته وروښئ. تر نظري او عملي زده کړو وروسته به له ګډنوالو څخه ازموينه واخېستل شي چې برياليو کسانو ته به د نړيوال واليبال فدراسيون لېول ون يا لومری درجه اسناد ورکړل شي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریتدلهدلوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

زابل کې د ٢٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۴۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS