د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سیالیو دويمه لوبه کې مالديف ته ماتې ورکړه
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا اتلولي سیالیو په خپله دويمه لوبه کې مالديف ته د ۳ – ۰ میدانونو په توپیر ستره ماته ورکړه.
افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه کې سبا( جمعه، د لړم دويمه) د ترکمنستان هېواد والیبال ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د بنګلادېش هېواد په کوربهتوب د دې هېواد په پلازمېنه ډاکه ښار کې د شپږ هېوادونو په ګډون د روانې اکتوبر مياشتې پر ۲۲مه نېټه پیل شوي، چې د همدې مياشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.
