د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالیو پچه اچونه ترسره شوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۳۳
د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالیو پچه اچونه ترسره شوه

د راډیو عمومي ریاست په تالار کې د افغانستان والیبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو د پچه اچونې مراسم ترسره شول.

د پچه اچونې په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د عمومي راډیو رئیس قاري محمد یوسف احمدي او د والیبال ملي فدراسیون او راډیو عمومي ریاست نورو مسؤولانو ګډون کړی و.

د پچه اچونې د مراسمو په ترڅ کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق والیبال د افغانستان یو له مخکښو او غوره ورزشونو څخه وباله او زیاته یې کړه، چې په اوس وخت کې والیبال دومره وده کړې ده، چې په هر ولایت او د هېواد په هر ګوټ کې مینوال لري.

ښاغلي وثیق همداراز د والیبال ملي فدراسیون هڅې وستایلې او د ٢٠٢٤ کال د مرکزي اسیا کافا جام سیالیو کې یې د افغانستان لوبډلې نایب قهرماني د ستاینې وړ وبلله.

ښاغلي وثیق همداراز د افغانستان د ورزش د ودې په برخه کې د ملي سپورټ هڅې وستایلې او له دوی څخه یې مننه وکړه، چې د افغانستان د هرې ورزشي سیالۍ ژوندی بهیر یې په ډېره ښه توګه تر هېوادوالو رسولی دی.

ورته مهال د راډیو عمومي ریاست مرستیال مولوي ضیأالحق حقمل د والیبال لیګ د افغانستان یو له مهمو لیګونو څخه یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې هڅه کوي د دغه لیګ ټولې سیالۍ به د تېرو کلونو په څېر په منظم ډول او له نویو نوښتونو سره هېوادوالو ته په ژوندۍ بڼه وښيي.

ښاغلي حقمل همداراز ژمنه وکړه، چې د افغانستان ورزش ادارې سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د دوی ټولې مهمې ورزشي برنامې به ژوندۍ بڼه خپروي.

د دغو مراسمو په دوام، د والیلال ملي فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان والیبال د ورزش ترڅنګ د ولسونو د نږدېوالي یوه ګټوره وسیله وبلله. هغه له ورزشکارانو وغوښتل، چې په پوره لېوالتیا او د ټولو ورزشي اصولو په مراعتولو سره دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

ښاغلي پیمان زیاته کړه، چې د والیبال ملي فدراسیون ته دا لیګ ځانګړی اهمیت لري او هڅه کوي، چې له دغو سیالیو څخه غوره استعدادونه په نښه کړي، ترڅو په راتلونکو ملي او نړیوالیو سیالیو کې ترې ګټه واخلي.

ټاکل شوې، چې د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ به په دوو ګروپونو کې د لسو لوبډلو په ګډون د روانې تلې میاشتې په ٢٢مه نېټه پیل شي او ١٣ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همدرد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پاک افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS